افغانستانخبرونه

د کرکټ نړۍوالې شورا د بسم‌الله جان شینواري پر مړینه خواشیني ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د کرېکټ نړۍوالې شورا د نړۍوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

د دغې شورا مشر، جی شاه د شینواري کورنۍ ته تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې هغه کرېکټ ته لوی خدمتونه کړي دي.

د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، بسم الله جان شینواري خپله نړۍواله لوبڅاري په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې پیل کړه او د افغان کرېکټ “وفادار خدمتګار” و.د کرکټ نړۍوالې شورا د بسم‌الله جان شینواري پر مړینه خواشیني ښودلې