
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا استازي جاناتن شرایر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د افغانستان په اړه غونډه کې د طالبانو سره د دوامداره تعامل په اړه نیوکه کړې او ویلي، تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو سره خبرې اترې بېنتیجې وې.
هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قطعنامې ته منفي رایه ورکړه او ویې ویل: «د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو نږدې څلور کاله وروسته، موږ هماغه خبرو اترو ته دوام ورکوو او د طالبانو له هماغه چارواکو سره د افغانستان د وضعیت د ښه کولو په اړه بحث کوو، پرته له دې چې له دوی څخه کومه پایله وغواړو.»
د امریکا استازي زیاته کړه: «په حقیقت کې، موږ د طالبانو ناکامۍ ته د زیاتو تعاملاتو او سرچینو سره جایزه ورکړې ده.دا قطعنامه هم د هماغه قطعنامې په څېر ده.»
هغه پر ترهګرۍ او نشه یي توکو سره پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو لپاره پناهځای نه شي.
د امریکا استازي له طالبانو وغوښتل چې د تل لپاره خپلې یرغمال نیونې دیپلوماسي بنده کړي.
هغه وویل: «د متحده ایالاتو دریځ دا دی چې موږ نشو کولی د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړو او په ورته وخت کې له دوی وغواړو چې خپلو نړیوالو ژمنو ته عمل وکړي او د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي. دا دواړه یو بل سره په مستقیمه توګه په ټکر کې دي.»
د امریکا استازي زیاته کړه، د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو اوسنۍ تګلاره دوامداره نه ده او لا هم مطلوبې پایلې نه دي ورکړې.
هغه وویل، د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې نړیوالې همکارۍ او د دوحې پروسه هم لږ دوامداره پایلې لرلې دي.