
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو په ټکیساس کې د طوفاني اورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۱۱ تنو ته ورسېد.
د را پورونو له مخې؛ د مړو شویو ترڅنګ په سیمه کې ۱۶۱ کسان لا هم ورک دي او له همدې امله د مړو په شمېر کې د زیاتېدو ویره شته.
د ټیکساس ایالت مشر ګریګ ایبټ په وینا، په کیر کاونټي کې تر ټولو زیات ۹۴ کسان مړه شوي، ورکو کسانو کې د کیمپ مسټیک ۵ نجونې او یو مشاور هم شامل دي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په یاد ایالات کې فدرالي بیړني حالت اعلان کړی او د جمعې په ورځ به له زیانمنو سیمو لیدنه وکړي.