افغانستانخبرونه

د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر او یوه بل چارواکي د نیول حکم ورکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړ.

ای سي سي ویلي، چې دواړو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو تګلارو له لارې هغوی له زده کړ، کار او آزادیو محرومې کړي او په دې توګه پرې د بشریت ضد جرم شک کوي.

دا غوښتنه تېره جنورۍ میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال، کریم خان صادره کړې وه.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جرمونو نړیوالې محکمې دا پرېکړه ستایلې او د هرکلي ترڅنګ یې ویلي، چې نړیواله ټولنه دې د ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني په نیولو کې مرسته وکړي.

طالبانو تراوسه د جرمونو نړیوالې محکمې وروستي حکم ورکولو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د صادرېدو پر وخت یې ویلي وو، چې د جرمونو نړیواله محکمه خپلواکه نه ده.