
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د ا.ا د رهبر او قاضیالقضات د نیولو په تړاو څرګندونې د دوی “په کلک هوډ او شرعي موقف هيڅ اغیز نهشي کولای.”
مجاهد ویلي چې یوځل بیا “د نړېوالې محکمې تر نوم لاندې یو نهاد” اعلان کړی چې د د دوی ځینې مشران باید ونیول شي او محاکمه کړای شي.
يادې محکمې یو ځل بیا د طالبانو رهبر او د سترې محکمې قاضي القضات پر “بشري جنایت” تورن کړي او د هغوی د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
مجاهد وایي: “داسې اعلانونه او اوتې بوتې، زموږ په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای.“
دی وايي چې د اسلامي شریعت قوانینو ته د بشر خلاف او ظلم نسبت کول او تطبیق کوونکو ته یې د نیولو او محاکمې کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له سپيڅلي دين او شرعي قوانینو سره ښکاره دښمني او کرکه په ډاګه کوي او د ټولو مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی دی.