افغانستانخبرونه

د روانې جولای میاشتې په ۱۹ مه کابل کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پیلیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه په کابل کې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ پیلېږي.

په هغې غونډه کې چې په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ کې جوړه شوې وه، د کورني کرکټ مشر نظیم‌جار عبدالرحیم‌زي وویل، د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه په کابل کې لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ شل‌اوریزې سیالۍ پیلېږي او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، په دې سیالیو کې به پنځه لوبډلې برخه ولري چې لوبې به یې په ښه کیفیت خپرې شي.

نوموړی وایي، په دغو سیالیو کې به مرکزي قرارداد لرونکو لوبغاړو ته ۳۵ زره افغانۍ او نورو کورني لوبغاړو ته به تر ۲۰ زره افغانۍ پورې «میج فیس» ورکول کېږي.

همدرانګه په دې غونډه کې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز وویل چې په دغو سیالیو به کې د مرکزي قرارداد لرونکي او د کورني کرکټ لوبغاړي ولوبېږي.