افغانستانخبرونه

یو شمیر نړیوالو بنسټونو د طالبانو د مشر د نیولو د حکم هرکلی وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو، د جزا نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو له حکم څخه هرکلۍ کړی دی.

دغو بنسټونو د نړیوالې جزایي محکمې دغه اقدام، د عدالت د پلي کېدو او د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د حساب ورکونې حیاتي ګام بللی دی.

ورته مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د جزا نړیوالې محکمې؛ افغانو ښځو او نجونو ته د عدالت په تامین کې یو مهم ګام پورته کړی دی. له بلې خوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم د طالبانو د مشر د نیولو له حکم څخه هرکلۍ کوي او وایي، چې دا د افغان ولس د غوښتنو د پلي کېدو په برخه کې یو عادلانه اقدام دی.

د نړیوالې جزایي محکمې له لوري، د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو د حکم له صادرېدو څخه هرکلی کړی.

د جزا د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني، د نیولو د حکم له صادرېدو سره هم‌مهاله ، چې د بشر ضد جنایتونو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور صادر شوی، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړنو بنسټونو له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جزا د نړیوالې محکمې دا پرېکړه ستایلې او هغه یې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي یا د جنسیتي آپارټایډ د حساب ورکونې لپاره یو مهم او حیاتي ګام بللی دی.