
کابل ټيلیګراف ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راتګ بهیر بشپړ شو او سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره شاوخوا ۳۰ زره افغانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب نن کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل په وروستي پرواز کې ۱۸۹ حاجیان شامل وو چې نن د اریانا افغان هوايي شرکت په مرسته هېواد ته راستانه شول.
هغه دغهراز وویل، په سعودي عربستان کې د بېلابېلو ناروغیو او ترافیکي پېښو له امله ۱۸ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ثاقب د معلوماتو له مخې، د یادو ۱۸ حاجیانو له ډلې دوه یې په مدینه منوره او پاتې نور یې په مکه مکرمه کې مړه شوي دي.