
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
یو فلسطینالاصله امریکايی وګړی د جمعې په ورځ د اسرائيلي مېشتو ښارګوټو اوسېدونکو له خوا د وهلو ټکولو له امله مړ شوی دی.
دغه پېښه د رامالله ښار په شمال کې د لویدیځې غاړې په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په دې نښته کې لږ تر لږه ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې په دې اړه خبر دی.
دغه امریکايي وګړی سیفالدین کامل عبدالکریم مسلط نومېده، او د هغه کورنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړي تر دې وړاندې چې روغتون ته ورسول شي، سا ورکړه.