
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ځايي سرچینو ویلي، د طالبانو استخباراتو په دې ولایت کې یو ځايي خبریال «عزیز وطنوال» نیولی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتي ځواکونو پرون سهار (21 سرطان) د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې خبریال کور ته ننوتل او هغه یې د دوو ملګرو سره یوځای ونیو.
سرچینې وايي، طالبانو پرون ماښام د خبریال دوه ملګري خوشې کړي، خو عزیز وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو د نوموړي له کوره یو کمپیوټر، یوه کامره او یو شمیر د خبریالۍ تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
سرچینې زیاتوي چې د خبریال کورنۍ د هغه د نیولو د دلیل په اړه پوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه هیڅ توضیحات نه دي ورکړي.
عزیز وطنوال د ننګرهار د شاعر عبدالقادر وطنوال زوی دی.
سرچینې وايي، عزیز وطنوال اوس مهال له هیڅ رسنۍ سره همکاري نه درلوده، خو پخوا یې د ختیځو ولایتونو د پیښو راپورونه بیلابیلو رسنیو ته ورکول.
په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.