
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په بریتانیا کې د فلسطین ایکشن ګروپ باندې د بندیز په غبرګون ګڼ شمېر کسانو د دې هېواد د پارلمان مخې ته لاریونونونه وکړل.
د را پورونو له مخې؛ پولیسو د دغه لاریون د مخنیوي اقدام کړی او تر اوسه یې څلوېشت تنه لاریونوال نیولي دي.
د یادونې وړده، چې تیره اوونۍ هم د دې بندیز په وړاندې احتجاج شوی و، چې په ترڅ کې یې۲۹ کسان نیول شوي وو.