خبرونهنړۍ

پاکستان کې د سرو زرو پلورونکي څخه نږدې ۴۰ میلیونه کلدارو غلا شوې

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستاني پولیسو په وینا، د دې هېواد د کراچۍ ښار اړوند د طارق روډ په نږدې سیمه کې د سرو زرو پلورونکي څخه نږدې ۴۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو په ارزښت غلا شوې ده. 

د سرو زرو پلورونکي په وینا، هغه د خپل ملازم سره یوځای د صدر صرافې بازار څخه د سرو زرو د پلورلو وروسته بیرته را روان و، چې دوو موټرسایکل سپرو غلو د پستول په زور غلا وکړه. 

پولیس وايي، تر اوسه د شاوخوا سیمو څخه د CCTV ویډیوګانې نه دی موندل شوی، خو د پیښې مقدمه درج شوې او په بیلابیلو اړخونو تفتیش روان دی.