
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان واده فول، وايي، چې دا هېواد به هغو افغان کډوالو ته، چې د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، ویزې ورکړي او په دې برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن دی.
د دویچه ویله د راپور له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر پرون (شنبه، ۲۱ سرطان) ویلي، چې د دې هېواد ایتلافي حکومت د افغان کډوالو د منلو پروګرام درولی، خو د تېر وخت ژمنو ته به عمل وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې، چې په برلین کې یوې محکمې د یوې افغان کورنۍ شکایت وڅېړه، چې د آلمان له لوري د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې وه، او د دې کورنۍ په ګټه پرېکړه وکړه.
د محکمې د پرېکړې له مخې، آلمان باید خپلو ژمنو ته عمل وکړي او هغو کسانو ته، چې د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، د سفر اسناد ورکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د برلین اداري محکمې پرېکړه به وڅېړل شي او د هغې الزامي اړخونه به پلي شي.
د برلین اداري محکمې دا هم پرېکړه کړې، چې د آلمان دولت کولی شي د نويو کډوالو له منلو ډډه وکړي.
د آلمان اوسني ایتلافي حکومت له واکمنۍ وروسته د افغان کډوالو د منلو پروګرام ودراوه.
د دې پروګرام د درېدو له امله، زرګونه هغه افغان کډوال، چې د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې وه، په پاکستان کې په نامعلوم حالت او بې برخلیکه پاتې دي.