
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیل په تل ابیب ښار کې زرګونو کسانو د غزې د روانې جګړې پر ضد او د یرغمال شوو اسرائیلي اتباعو د خلاصون لپاره د پوځي قوماندانۍ مخې ته احتجاجي لاریونونو ته دوام ورکړی.
مظاهره کوونکو د لومړي وزیر نتانیاهو پر دولتي تګلارو سخته غوسه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دولت باید سمدستي د جګړې د بندولو توافق وکړي، ترڅو د نورو انساني تلفاتو مخه ونیول شي.
مظاهره کوونکو وویل، چې یوازې د سیاسي ګټو لپاره د دې جګړې دوام یوه ویجاړونکې او بشري غمیزه رامنځته کوي، چې نه یوازې فلسطینیان، بلکې اسرائیلي ولس هم ترې متاثره کېږي.
د اسرائیلي رسنیو په وینا، نتانیاهو د احتمالي اوربند پلان په اړه د خبرو لپاره خپلې کابینې د ښي اړخه ایتلافي مشرانو، ایتمار بنګویر او بزالل اسموتریچ، د مشورې لپاره رابللي دي.
دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته شوی، چې په کور دننه د نتانیاهو پر ضد عامه احتجاجونه او نړیوال فشارونه په چټکۍ سره زیاتېږي.