خبرونهنړۍ

د امریکا په یوې کلیسا کې د ډزو په پایله کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د کینټکي ایالت په یوه کلیسا کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي او د یوه پولیس افسر په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

د امریکايي خبري اژانسونو په وینا، د پولیسو په ځوابي اقدام کې بریدګر هم وژل شوی دی. 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه برید کې د ۷۲ او ۳۲ کلونو په عمرونو دوه ښځې وژل شوې دي.

د وژل شویو کسانو مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.