
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د کونړ په نور ګل ولسوالۍ کې یو کس خپل زوی او میرمن په ډزو وژلي او یوه لور یې ټپي کړې ده.
دغه سرچینه وایي، یاده پېښه پرون د نورګل ولسوالۍ په لودلام سیمه کې د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.
د را پورونو له مخې؛ ټپي شوې نجلۍ د درملنې په موخه په ننګرهار کې حوزوي روغتون ته لیږدول شوې ده.
یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې دغه کس رواني ناورغي درلوده چې د ځایي طالبانو له لوري نیول شوی دی.
تر اوسه د دغې پېښې په اړه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو څه نه دي ویلي.