
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د سوریې هېواد په سویډا ښار کې د دروز او قبایلي ډلو ترمنځ جګړو کې ۸۹ کسان وژل شوي.
عربي رسنیو په وینا، د سویډا په ښار کې، چې د دروز اکثریت لري، د وسله والو غلاوو وروسته پیل شوې جګړې د دروز فرقې او خانبدو قبایلو ترمنځ په نژادي شخړو بدلې شوې.
د وژل شویو زیاتره کسان د دروز وسله والې ملیشې غړي دي، خو له ۱۰ زیات قبایلي وسله وال هم وژل شوي.
د سویډا والي د ۶ حکومتي پوځیانو د وژل کېدو تصدیق کړی.
اسرائیلي رسنیو ادعا کړې چې اسرائیلي پوځ په سویډا کې پر دولتي ټانکونو بمبار کړی.