
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې په هېواد کې د بانکي حسابونو څخه د نقدي پیسو د وېستنې حد له ۱۵۰ زره افغانیو څخه ۳۵۰ زره افغانیو ته لوړ شوی دی.
د دې بانک په اعلامیه کې راغلي چې د افغانیو حسابونو څخه د نقدي وېستنې اوونیز حد له ۱۵۰ زره افغانیو څخه ۳۵۰ زره افغانیو ته زیات شوی دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، د افغانستان بانکي نظام له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو کنګل کېدل، د بهرنیو مرستو بندېدل او له نړیوال مالي نظام سره د بانکي اړیکو پرې کېدل هغه ننګونې دي چې د وګړو د مالي سرچینو لاسرسی یې سخت کم کړی دی.