
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د اورګاډي مرستیال محمد اسحاقزاده په چین کې د خپل سفر پر مهال له چینايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د سېشنبې په ورځ، د سرطان ۲۴مه، په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې محمد اسحاقزاده او ورسره مل پلاوي د چین د لانژو ستراتیژیک بندر له لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې په بلخ ولایت کې ورته بندر جوړ شي.
د حقشناس په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د چین اکثره توکي د لانژو بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د هرات-خواف، حیرتان-مزار شریف او آقینې اورګاډي لارې په افغانستان کې مهم ترانزیټي مسیرونه دي چې د توکو په صادراتو او وارداتو کې کلیدي رول لري.
د طالبانو د بیا واکمنۍ له نږدې څلورو کلونو تېرېدو سره، که څه هم دې ډلې له یو شمېر اسیایي هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې، خو تر اوسه د روسیې پرته هیڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.