خبرونهنړۍ

څلوېښت زره پاکستاني زائرین درې هېوادونو ته له تګ وروسته لادرکه شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان حکومت وايي، د دې هېواد  ۴۰ زره زائرین ایران، عراق او شام ته د تګ وروسته لادرکه شوي دي.

د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف څرګنده کړه چې ۴۰ زره زائرین چې عراق، شام او ایران ته تللي وو، معلومه نه ده چې چیرته ورک شوي دي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان حکومت سره د دوی په اړه هیڅ ریکارډ نشته. عراق، ایران او شام هم دا مسله له پاکستان سره شریکه کړې وه. 

نوموړي زیاته کړه چې اوس حکومت د زائرینو د منظمولو لپاره یو نوی کمپیوټرائزډ سیستم معرفي کړی دی، چې له مخې یې زائرین به یوازې د رجسټرډ زیارت ګروپ آپریټرز له لارې سفر کوي.

تر اوسه له ۱۴۰۰ څخه زیاتو شرکتونو د زیارت ګروپ آپریټر په توګه د رجسټریشن لپاره غوښتنلیکونه جمع کړي دي. 

هغه وویل، د ایران، عراق او شام د مقدسو ځایونو د زیارت لپاره یو نوی منظم سیستم معرفي کوو. پخوانی قافله‌سالار سیستم به ډېر ژر ختم شي.