
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د برېښنا وزیر عباس عليآبادي، ویلي چې د افغانستان له هلمند سیند څخه د ایران د اوبو حق په جدي توګه تعقیبول په کاري اجنډا کې دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ازبکستان سره د اوبو کارولو په اړه مذاکرات په کاري اجنډا کې شامل دي.
د ایران د برېښنا وزیر د هلمند سیند څخه د ایران د اوبو حق د تامین او له ترکمنستان سره د دوستۍ بند څخه د اوبو صفري اخیستنې په اړه د هوکړې په اړه وویل: «په دې اړه پرون ماښام یوه غونډه ترسره شوه. همدارنګه پرون په پارلمان کې هم یوه غونډه وشوه او ټینګار پر دې و چې د اوبو حق تعقیب شي.»
هغه زیاته کړه: «د اوبو حق په اړه به موږ تخنیکي مذاکرات تعقیب کړو او اجازه به ورنه کړو چې د خلکو حقوق تر پښو لاندې شي.»
په تېرو کلونو کې د ایران او طالبانو اړیکې د هلمند سیند د اوبو حق پر سر کړکېچنې وې.
ایران د ۱۳۵۱ کال د تړون د رعایت غوښتنه کوله، خو طالبانو ویل چې د وچکالۍ له امله په هلمند سیند کې اوبه نشته چې ایران ته ورسیږي.