
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي، هغه مشکلات درک کوي چې د کډوالو کوربه هیوادونه ورسره مخ دي، خو په اوسني وخت کې په افغانستان کې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره لازم شرایط نشته.
نوموړي ه یوه اعلامیه کې ویلي، په اوسني وضعیت کې د مهاجرینو جبري ستنول به نه یوازې موجوده ستونزې زیاتې کړي، بلکې کیدای شي د نورو لویو خطرونو او جدي ګواښونو لامل شي، چې دا به د هیڅ لوري په ګټه نه وي.
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړه: «زموږ غوښتنه او توقع له کوربه هیوادونو دا ده چې د موجوده ستونزو، په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو په پام کې نیولو سره، د افغان مهاجرینو د جبري او پراخه اخراج په اړه خپل پرېکړه بیا وکتنه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه د افغان مهاجرینو پراخه اخراج روان دی او هره ورځ زرګونه مهاجر له دې هیواد څخه افغانستان ته ننوځي.
نادر یار احمدي، د ایران د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو ادارې مشر ویلي، تر اوسه له ۷۱۷ زرو زیات افغان مهاجر له دې هیواد څخه ایستل شوي، خو طالبانو بیا ویلي چې یوازې په تېرو ۲۲ ورځو کې شاوخوا نیم میلیون کسان اخراج شوي دي.
د ایران د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو چارو اداره وایي، په دې هیواد کې ۶.۱ میلیونه افغانان شتون لري، چې دا شمېره باید ۳ میلیونو ته راټیټه شي.