
کابل ټیلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري او د کار د چټکتیا او په ښه بڼه د پرمختګ په موخه یاده لویه لاره د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ټیلري موټرونو په ګډون د ټولو بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل کیږي.
یاد وزارت زیاتوي، یوازې هغو کوچنیو بار وړونکو وسایطو ته د تګ اجازه ورکول کیږي، چې په جنوبي سالنګ کې له بدیل مسیر څخه تګ راتګ کولای شي.