افغانستانخبرونه

د معلوماتو افشا کولو له امله د بریتانیا حکومت زرګونه افغانان په پټه انتقال کړل

کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د هغې پراخې معلوماتي افشاګرۍ وروسته، چې د بریتانوي ځواکونو سره د نږدې ۱۰۰ زرو افغان همکارانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و، د بریتانیا حکومت زرګونه کسان په پټه دې هیواد ته انتقال کړي دي. 

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دا افشاګري د ۲۰۲۲ کال پورې اړه لري، خو د یوه فوق‌العاده محرمانه قضایي حکم له لغوه کېدو وروسته اوس خپره شوې ده.

د راپور له مخې، یوه بریتانوي سرتېري د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزونې پر مهال په غیر ارادي توګه د لسګونو زرو کسانو نومونه خپاره کړي وو. 

د دې معلوماتو یوه برخه شاوخوا یو کال وروسته په فیسبوک خپره شوه، چې دا کار د دې اندېښنو لامل شو چې طالبانو کیدای شي دا معلومات د «قتل لست» د جوړولو لپاره کارولي وي. 

په دې پېښې وروسته، د بریتانیا حکومت د ۸۵۰ میلیون پونډو یو پروګرام پیل کړ ترڅو زرګونه افغانان په پټه دې هیواد ته انتقال کړي.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا، د بریتانیا بېلابېلو حکومتونو د دې موضوع د پټولو لپاره میلیارډونه پونډه لګولي دي. 

ویل شوي چې د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي به ډېر ژر د دې موضوع په اړه پارلمان ته یو راپور وړاندې کړي.