افغانستانخبرونه

د غلام خان بندر لار د ۱۵ ورځو لپاره د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سرحدي ځواکونو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، په خوست کې د غلام خان لار نن (چهارشنبه) د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته خلاصه شوه.

ښاغلي فاروقي زیاته کړې چې دا لار د پنځلسو ورځو لپاره پرانیستل شوې خو د لنډې مودې لپاره یې د پرانیستل کېدو وضاحت نه دی ورکړی.

دغه لار شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.