
کابل ټیلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د بحرین او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته ووت.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو د ماسټرانو برخه کې د بحرین او عمان هېوادونو لوبغاړو ته د ۳ – ۰ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته یې لاره ومونده.
المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي چې د افغانستان په استازولۍ صالحمحمد محمدي د لویانو او احمد نعمان نعمان د نوو ځوانانو کټګوریو کې کډون کړی دی.
سرچینې لیکلي چې صالحمحمد به په دغو سیالیو کې خپله بله لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې د متحده عربي اماراتو له لوبغاړي محمد الجوکر سره ترسره کړي.
د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربهتوب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.