
کابل ټیلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د دولت ویانده فاطمه مهاجراني، د بېاسناده افغان کډوالو ویستل، د ایران د خلکو غوښتنه او د «اقتصادي منظمولو» په لړ کې یوه مهمه موضوع بللې ده.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، مهاجراني نن (چهارشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان ۲۵مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، د ایران د کورنیو چارو وزیر د دولتي کابینې په غونډه کې د بهرنیو اتباعو د وتلو د اغېزو په اړه راپور ورکړی دی.
مهاجراني ویلي: «دا یوه مهمه موضوع ده چې هم د خلکو غوښتنه ده او هم د دې په پام کې نیولو سره چې زموږ د اقتصاد لویه برخه د انرژۍ او نان په برخو کې د یارانه (سبسایډي) له لارې اداره کیږي، د اتباعو د منظمولو موضوع د اقتصادي منظمولو په لړ کې مهمه ده.»
د ایران دولت د روان کال په پیل کې د شاوخوا دوه میلیونو افغان اتباعو د سرشمېرنې پاڼې، چې شبهقانوني اسناد بلل کېدل، باطلې اعلان کړې او د دغو مهاجرینو د وتلو غوښتنه یې کړې ده.