
کابل ټیلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزني ولایت کې د طالبانو محلي چارواکي وايي، د یوې کورنۍ پنځه غړي، چې پهکې څلور ماشومان شامل دي، د دې ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د غزني ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي ویلي، دا پېښه د یکشنبې په شپه د قرهباغ ولسوالۍ د «تولاخیل» کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، «نامعلومو وسلهوالو» کسانو د شپې په اوږدو کې پر دې کور برید کړی او پنځه کسان یې، چې څلور یې ماشومان دي، وژلي او یو بل ماشوم یې ټپي کړی دی.
د غزني د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، په دې تړاو یو شمېر شکمن کسان د دغو کسانو د وژنې په تور نیول شوي دي.