
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ویاند وایي، د دوی د مشر له لوري په کابینه کې ځینې نوې ټاکنې وشوې
د یادو ټاکنو له مخې د لوګر ولایت مخکنی والي مولوي ضیاء الرحمن مدني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي مرستیال په توګه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو د سمون چارو مخکنی عمومي رییس مولوي ګل زرین، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا د مرستیال په توګه.
د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي محمود شاه زاهد، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې د مرستیال په توګه.
د کندهار ولایت د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست مخکنی مرستیال مولوي سیدحسن شاه اغا، د چارو ادارې د لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه.
د زابل ولایت مخکنی امنیه قومندان، قاري صلاح الدین ایوبي د لوګر ولایت د والي په توګه.
د کورنیو چارو وزارت مخکنی سلاکار مولوي قدرت الله امیني د کابل ولایت د والي د مرستیال په توګه.
د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي عبدالحلیم حلیمي د زابل ولایت د امنیه قومندان په توګه.
د کابل ولایت مخکنی مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص د کورنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه او د روزګان ولایت د استخباراتو مخکنی رییس مولوي جمال الدین وهاج د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت د امر په توګه ټاکل شوي.