افغانستانخبرونه

طالبانو سرپل کې اتلس تنه په عام محضر کې په دورو وهلي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ طالبانو په سرپل ولایت کې پنځه ښځې او ۱۳ سړي په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په سرپل ولایت د گوسفندي ولسوالۍ کې پنځه ښځې او ۱۳ سړي په عام محضر کې په دورو ووهل شول.

دې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، دا کسان پرون (چهارشنبه، ۲۵ سرطان) د «قماربازۍ، زنا، قتل عمد او تلیفوني اړیکو» په تورونو وهل شوي دي. 

د طالبانو سترې محکمې ویلي، دې کسانو ته له ۲۰ تر ۳۵ وهلو او له شپږو میاشتو تر دوو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده. 

د دې کسانو د وهلو حکم د طالبانو د قاضي‌القضات له تایید وروسته پلي شوی دی.