افغانستانخبرونه

د طالبانو او پاکستاني ملیشو ترمنځ نښتو کې دوه ماشومان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار محلي سرچینې وايي، د طالبانو ځواکونو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د دې ولایت د دوربابا ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې نښته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا نښته د سه‌شنبې په ورځ له غرمې وروسته پیل شوه او نن تر پرون ناوخته پورې یې دوام درلود.

سرچینې وايي، دواړو لوریو په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی. 

تر اوسه په افغانستان کې د دې نښتې د تلفاتو په اړه راپور نه دی خپور شوی، خو ځینو خبري سرچینو ویلي چې د دې نښتې له امله د پاکستان د خیبرپختونخوا په «ذخه‌خیل» سیمه کې لږترلږه دوه ماشومان وژل شوي دي. 

د طالبانو او پاکستان چارواکو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.