
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو پوځ پرون له غرمې وروسته د سوریې د ملي دفاع په وزارت برید کړی، چې له امله یې یو درې سوریایي پوځیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې لږترلږه یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی چې اسرائلو د سوریې مرکز دمشق کې هم یو لړ بریدونه کړي او د دفاع وزارت څخه پورته کېدونکي غليظ دود اسمان پوښلی و.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتس له دې برید مخکې ویلي و چې «دمشق ته د سیګنال ورکولو مرحله پای ته رسېدلې، اوس به دردناکې ضربې ورکول کېږي».
د اسرائیلو اردو هم ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې «ټانکونو، راکټ پرتاب کوونکو، جنګي وسایلو او درنو مسلسلونو سره سمبالو لاریو» باندې برید کړی چې د سوریې سویل سویډا ته روان وو.
د اسرائیلو اردو په اعلامیه کې راغلي چې «د سوریې سویل کې د دروزي وګړو پر وړاندې تحولات او فعالیتونه څاري او د سیاسي کچې له لارښوونو سره سم، په دې سیمه کې بریدونه کوي او د بېلابېلو سناریوګانو لپاره چمتو دی».
په سویډا ښار کې فرقهیي نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې تېره جمعې د دمشق-سویډا پر لویه لار د یوه دروزي سوداګر په ګډون یو لړ تښتونې وشوې.
د سوریې د موقت حکومت کورنیو چارو وزارت تېره یکشنبه اعلان کړی و چې په دې نښتو کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د دې نښتو وروسته د سوریې د موقت حکومت امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ سویډا ته ولېږل شول ترڅو دا نښتې وځپي، خو په پایله کې د دروزي جنګیالیو سره مخامخ شول.
اسرائیل وايي، د دروزي وګړو د خوندیتوب لپاره پر سوریې اردو بریدونه کوي او له دوی غواړي چې د سویډا له سویلي ښار څخه ووځي.
دروزي یوه فرقه ده چې له اسلام څخه جلا شوې او پيروان یې په سوریه، لبنان او اسرائیلو کې ژوند کوي.