
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بمباریو له امله غزه کې ۹۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې طبي سرچینو ویلي، په دغو شهیدانو کې هغه ۳۰ کسان هم شامل دي چې د خوراکي مرستو په تمه وو او د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اسرائیلي بربریت له امله ۵۸,۵۷۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱,۳۹,۶۰۷ نور ټپیان دي.