افغانستانخبرونه

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی

کابل ټیلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی د افغانستان، پاکستان او اوزبیکستان درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد.

د طالبانود بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ارګ کې د نوموړي هرکلی وکړ.

 ټاکل شوې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمه ییزو پروژو په ځانګړي ډول د  ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه هم بحث او خبرې وکړي.