
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د خلیج ټایمز د راپور له مخې، د متحده عرب اماراتو مرستیال ولسمشر شیخ محمد بن راشد المکتوم په دبۍ کې دولتي کارکوونکو ته د واده لپاره د ۱۰ ورځو رخصتي منظوره کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ د پوځي کارکوونکو پرته، د رخصتي پر مهال کارکوونکی بیرته نه شي رابلل کیدی، او د پوځي کارکوونکو بیرته رابلل به یوازې په بېړنیو حالاتو کې ممکن وي.
که یو پوځي کارکوونکی د رخصتي پر مهال بیرته راوغوښتل شي، نو وروسته به ورته پاتې رخصتي ورکړل شي.
سربیره پر دې، که د کوم لامل له امله رخصتي په ټاکلې موده کې وانه خیستل شي، نو د مشرتابه په تصویب سره دا رخصتي راتلونکي کال ته انتقالیدلی شي، خو د دې لپاره به مناسب دلیل وړاندې کول وي.
د خلیجي رسنیو په وینا، دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی ترڅو د دولتي کارکوونکو کورنی ژوند خوشحاله او سوکاله شي.