
کابل ټیلیګراف – ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسونو تڼاکې راختلي او د پښو د پړسو ب په ناروغۍ اخته شوی دی.
سپینه ماڼۍ وایي، د هغه په پښو کې پړسوب او د لاسونو په شا باندې نرۍ نښې لیدل شوي دي.
د ټرمپ معالج ډاکټر هم ویلي، چې ټرمپ د رګونو د کمزورۍ نښو سره مخ دی، چې دا ډول نښې معمولاً د ۷۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکو کسانو کې لیدل کیږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې د ټرمپ په وروستیو انځورونو کې د هغه د لاسونو په شا باندې نرۍ نښې لیدل شوي، چې له همدې امله یې هغه د وینې جریان هم معاینه کړی دی.
روغتیا پالو ویلي، چې اسپرین، چې د زړه ناروغیو مخنیوي لپاره کارول کیږي، د ولسمشر ټرمپ د ورځني درملو برخه ده، چې د یادو تڼاکو او پښو د پړسوب لامل کېدای هم شي.
ټرمپ چې ځآن بشپړ روغ انسان پیژني، تر اوسه یې د خپلې ناروغۍ په اړه څه ندي ویلي.