
کابل ټیلیګراف – ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دې وزارت د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان سوداګري له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو ته پراخه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو جوړولو او د زیربنایي پروژو د بشپړولو لپاره څه باندې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې.
عزیزي دغهراز د صنعتي سیمو د قانون توشیح او د هغه طرزالعمل تصویب چې د سوداګرو او صنعتکارانو د اسانتیاوو د تنظیم لپاره جوړ شوی، د تېر کال مهمې لاسته راوړنې بللي دي.