افغانستانخبرونه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فیلیپو ګراندي کابل ته راغی

کابل ټیلیګراف – ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ښاغلی فیلیپو ګراندي سره په کابل کې کتلي.

فاني په دې کتنه کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې راستنېدونکي له بېړنیو مرستو سربېره د سرپناه، زده‌کړو او روغتیا په برخو کې هم خدمتونو ته اړتیا لري.

ورته‌مهال فیلیپو ګراندي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پراخ راستنېدل یوه ستره ننګونه بللې او له راستنېدونکو کډوالو سره یې د دې کمېشنرۍ د مرستو او هڅو د دوام ډاډ ورکړی.