خبرونهنړۍ

پاکستان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان په ملي لویه لار باندې د بس چپه کېدو پېښه کې ۶ تنه مړه او شل نور ټپيان شوي دي.

د ژغورنې سرچینو په وینا، د پکنیک بس له کراچي څخه د کینجر جھیل په لور روان و.

بلخوا، د خیرپور نږدې ملي لویه لار باندې یوه مسافر وړونکې بس موټر اوښتی، چې په پېښه کې ۳ کسان مړه شوي او له ۲۵ څخه زیات ټپیان دي.

دا مسافر وړونکې بس له کراچي څخه مانسهرې ته روان و.

د پولیسو په وینا، پېښه د باران پر مهال د تیز رفتارۍ له امله رامنځته شوې.