افغانستانخبرونه

د کابل په لویدیځ کې د طالبانو له خوا د نجونو د نیولو نوې څپه

 کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې ځینو سرچینو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا د نجونو د نیولو د نوې څپې خبر ورکړی دی. 

یوه سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ (۲۹ چنګاښ) د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو او غړو د پل خشتي څخه تر مغازو سیمې پورې نجونې د مناسبې جامې نه اغوستلو له امله نیولې دي. 

د نیول شویو نجونو دقیق شمېر او د انتقال ځای لا روښانه نه دی. 

د یوې نجلۍ په غږیز پیغام کې، ویلي، دوه نجونې د جرابو نه اغوستلو له امله نیول شوې دي. 

هغې ویلي، چې د طالبانو د غړو سره ښځینه مامورینې هم وې، چې نجونې یې له لاسونو نیولې او موټرو ته یې اچولې. 

د کابل لویدیځ یوه اوسیدونکي د دې سیمې وضعیت “نه بیانیدونکی وېره” بللی دی. 

د سرچینې په وینا، د نیول کېدو له وېرې د نجونو حضور په ښوونیزو مرکزونو کې کم شوی دی. 

خو بل اوسیدونکي ویلي، چې طالبانو په ځینو سیمو کې هغو ښځو ته، چې له څنګه تېرېدلې، ویلي چې ماسک او اوږده جامې واچوي. 

تېره ورځ هم طالبانو په دې سیمه کې یو شمېر نجونې د مناسبې جامې نه اغوستلو له امله نیولې وې.