
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د سمتی د سرو زرو د کان د استخراج د پیل خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د راپور له مخې، دا کان د ۳۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د یوې چینایي-افغانستاني شرکت سره د پنځه کلن قرارداد له مخې ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، دا کان په تېرو دوو کلونو کې تر اکتشاف لاندې و او اوس یې د استخراج بهیر پیل شوی دی.
د قرارداد د شرطونو له مخې، د دې کان د استخراج ۵۶ فیصده حقالامتیاز د طالبانو حکومت ته ورکول کیږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري له قراردادي شرکت غوښتي، چې د قرارداد له مخې د سیمې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي او د کاري ځواک په جذبولو کې هغوی ته لومړیتوب ورکړي.
طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمنۍ وروسته د کانونو او طبیعي زیرمو استخراج ته مخه کړې ده.
ویل کیږي، چې دا ډله هڅه کوي د کانونو او طبیعي زیرمو له لارې د خپل حکومت بودجه برابره کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د زیرزمیني شتمنیو د لوټ کېدو په اړه اندېښنې شته.