
کابل ټیلیګراف د چنګاښ ٣٠مه
د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو په يو کان کې نښته رامنځته شوې چې د څلورو چینایانو په ګډون په کې اته کسان وژل شوي دي.
د جګړې لامل او څرنګوالی تر اوسه روښانه نه دی خو ویل کېږي چې په کان کې د سرو زرو تر راوتلو وروسته د برخو په سر جګړه شوې ده.
تر اوسه سیمه ییزو طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دی ویلي.