
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي چې هغه به هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته کلونه په اماراتو کې بند پاتې دي.
هغه وویل چې هغه به «له اوس څخه» د دوی د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.
ټرمپ د جنوري په میاشت کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل وروسته، د افغانانو د انتقال او اسکان پروګرام وځنډاوه.
څو میاشتې وروسته، د هغه ادارې په دې هیواد کې د زرګونو افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب وضعیت هم لغوه کړ.
ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د جولایي ۲۹) د هغو افغانانو په اړه د یوې مقالې په بیا خپرولو سره چې په اماراتو کې په بې برخلیک حالت کې دي، په خپل ټروت سوشل شبکې کې ولیکل: «زه به له اوس څخه د دوی د ژغورنې هڅه وکړم.»
د «جسټ نیوز» ویب پاڼې په دې مطلب کې راغلي چې امارات متحده غواړي هغه افغانان چې د متحده ایالاتو یا نورو لویدیځو هیوادونو ته د انتقال په تمه دي، بېرته افغانستان ته واستوي.
امارات متحده عربي، د متحده ایالاتو نږدې امنیتي شریک، په ۲۰۲۱ کال کې منلې وه چې زرګونه هغه افغانان چې د کابل څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ایستل شوي وو، په موقتي توګه په خپل خاوره کې ځای پرځای کړي.
وروسته، د جو بایډن ادارې نږدې ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته انتقال کړل.
کاناډا هم په ۲۰۲۲ کال کې، د متحده ایالاتو په غوښتنه، له اماراتو څخه شاوخوا زر افغان کډوالو منلو ته چمتو شوه.
خو لا معلومه نه ده چې په دې هیواد کې څومره نور افغانان پاتې دي.
جرمني هم د جمعې په ورځ (د جولایي ۲۹) ۸۱ افغان نارینه افغانستان ته ستانه کړل. د نورو اروپايي هیوادونو یو شمېر هم هڅه کوي چې په اروپايي اتحادیه کې د کډوالۍ قوانین سخت کړي.