افغانستانخبرونه

طالبانو د بانکي حسابونو څخه په اونۍ کې د يسو ویستلو کچه ۵ زره ډالرو ته لوړه کړه

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان مرکزي بانک چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، اعلان کړی چې د هېواد د بانکونو مشتريان چې ډالري حسابونه لري، اوس کولای شي په اوونۍ کې ۵ زره ډالر وباسي.

دغه بانک نن (دوشنبې، ۳۰ سرطان) د ډالري بانکي حسابونو څخه په اونۍ کې د پیسو د ویستلو نوې کچه اعلان کړه.

له دې وړاندې مشتريان په اوونۍ کې يوازې ۲ زره ډالر له خپلو حسابونو باسلی شول.

طالبانو څه موده وړاندې د افغانی بانکي حسابونو څخه د میاشتې کچه له ۵ سوه زره افغانیو څخه یو میلیون  ته لوړه کړې وه.

د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته، د افغانستان بانکي سکتور د سقوط په درشل کې و او سلګونه زره اتباعو هڅه کوله خپل بانکي حسابونه خالي کړي.

دې ډلې په لومړي اقدام کې د بانکي حسابونو د پیسو ویستلو په کچه پراخه محدودیت لګولی و،  خو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې يې دا محدوديتونه په تدريجي توګه کم کړي دي.