ټیکنالوژي

ایلون مسک د ماشومانو لپاره د ځآنګړي  (AI) چیټ بوټ د معرفي کولو اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایکس اې ای، سپیس ایکس، ټیسلا او ایکس (ټویټر) په څېر شرکتونو خاوند ایلون مسک د ماشومانو لپاره د اې ای چیټ بوټ نوم بېبي ګروک (Baby Grok) ایښی دی.
د هغه په وینا، دا اې ای چیټ بوټ به د ماشومانو لپاره پر خوندي او تعلیمي اړیکو تمرکز وکړي.
هغه په یوه ایکس پوسټ کې ویلي چې دا اپلیکیشن به د ګروک یو ساده نسخه وي، چې د کم عمره کاروونکو لپاره خوندي تجربه به یقیني کوي.
ایلون مسک د بېبي ګروک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، چې له مخې یې معلومه شي دا به د اصلي ګروک اې ای چیټ بوټ څخه څنګه توپیر ولري.
د ایلون مسک شرکت ایکس اې ای په ۲۰۲۳ کال کې ګروک معرفي کړی و، چې موخه یې د نورو اې ای ماډلونو لکه چیټ جي پي ټي، ګوګل جیمنای او نورو سره سیالي کول وو.
وروسته دا د ایکس برخه وګرځېده او ایلون مسک د ګروک د ښه کولو لپاره پراخه پانګونه کوي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای په پیل کې د ګروک ۴ ماډل معرفي شو.
په دې موقع ایلون مسک ادعا وکړه چې ګروک ۴ په هره موضوع کې له نورو اې ای ماډلونو څخه ډېر غوره دی.