
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات ولایت چارواکي وایي، له ایران څخه افغانستان ته وروستیو کې ستانه شویو ۵۰۸۳ کسانو چې میرمنې په کې هم شتون لري، د کار موندنې لپاره نومونه ثبت کړي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د کار موندنې د کمیټې مسؤل عبدالقیوم وثیق ویلي، دغه کسان به د فني او مسلکي مهارتونو له ارزونې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لارې کاري بنسټونو ته ور وپېژندل شي.
نوموړی وایي، په دغه کاري بنسټونو کې دولتي ادارې، خصوصي شرکتونه او د کار په برخه کې فعال سازمانونه شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو وزارت اټکل کړی، چې په هېواد کې دا مهال د ۲۵ څخه تر دیرش سلنه وګړې بې روزګاره دي، هغه شمېر چې خلک یې نه مني.