
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
جرمني هېواد اعلان کړی، چې د غیر اروپایي هېوادونو لپاره یې د “فری لانس ویزا سکیم” پیل کړ.
په نړۍ کې د فری لانسرز او خپلواکو کارکوونکو لپاره ګڼو هېوادونو د فری لانس ویزو ډولونه معرفي کیږي، چې په همدې لړ کې جرمني هم خپل د “فری لانس ویزا سکیم” پیل کړی دی.
دا ویزا په ځآنګړي ډول د هغه کسانو لپاره معرفي شوي، چې د اروپایي اتحادیې د غړو هېوادونو اتباع نه دي، لکه افغانستان، پاکستانیان، هنديان او د نورو غیر اروپایي هېوادونو اتباع.
د دغه ویزې فیس ۷۵ یورو ټاکل شوی دی.
د دې ویزې اخیستلو لپاره باید د جرمني هېواد نیشنل ډي ویزا فارم ډک شي، د جرمني هېواد اړوند سفارت یا قونسلګریو سره د ملاقات وخت په اخیستو ورته خپل اسناد وسپارئ.
د فری لانس ویزا سکیم یو ډول ویزا ده چې د هغو کسانو لپاره جوړه شوې ده چې په خپلواکه توګه کار کوي، لکه لیکوالان، ډیزاینران، یا نور مسلکي کسان.
د جرمني د فری لانس ویزا سکیم له مخې، غوښتونکي باید ځینې شرایط پوره کړي، لکه د کار پلان، د عاید ثبوت، او اړین اسناد (لکه پاسپورټ، د مهارتونو ثبوت، او د مالي وسایلو ثبوت).
دغه ویزا د هغو کسانو لپاره یو فرصت دی چې غواړي په جرمني کې د خپل مسلک په برخه کې کار وکړي پرته له دې چې د کوم شرکت لخوا استخدام شي.