افغانستانخبرونه

متقي د طالبانو او آلمان ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د قطر له رول څخه مننه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه تلیفوني خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولتي وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د طالبانو او آلمان دولت ترمنځ د تفاهم د بهیر د اسانتیا لپاره مننه کړې ده. 

د آلمان دولت د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۳۰مه) اعلان کړی چې د افغانانو د خپل هیواد ته د راستنولو د اسانتیا لپاره یې په برلین او بن کې د افغانستان په استازولیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دوو دیپلوماتانو سره موافقه کړې ده. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي په دې خبرو کې د “قطر د اسانتیاوي رول” هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د بشري موسسو په مرسته به له آلمان څخه راستانه شوي کسان په افغانستان کې خپل عادي ژوند پیل کړي. 

په دې خبرو کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت دولتي وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ټینګار کړی چې دوحه د کډوالو د راستنولو بهیر له نږدې څاري.