
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زدهکړو زمینه برابره کړي او د دوی لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
ښاغلي کرزي د کانکور ازموینه کې د نجونو د نه شتون له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې “د هیواد د ټولو ځوانانو، نجونو او هلکانو لپاره زدهکړې د افغانستان د پرمختګ لپاره اړین ضرورت دی.”
هغه په خپل پیغام کې لیکلي: “زموږ هیواد هغه مهال له انحصار څخه خلاصیدای شي او د پرمختګ په لور روانیدای شي چې زموږ بچیان، پرته له جنسیتي تبعیض، د زدهکړو او پوهې له حق څخه برخمن شي.”
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی کرزی له طالبانو غواړي چې پر ښځو او نجونو د زدهکړو محدودیتونه لرې کړي.
اوسمهال په افغانستان کې د منځني او لوړو زدهکړو ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي او نجونې له پوهنتونونو څخه هم د زدهکړو له دوام څخه محرومې دي؛ دا موضوع ملي او نړیوال پراخ غبرګونونه راپارولي دي.