افغانستانخبرونه

د بهرني مشروعیت لپاره د طالبانو هڅې؛ متقي د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې سرپرست وزیر د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړي او د طالبانو د رسمیت پېژندنې برخه کې یې د روسیې د حکومت هڅې او ملاتړ ستایلی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې امیر خان متقي او سرګي لاوروف په دغو ټلیفونو خبرو کې له رسمیت پېژندنې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړي.

متقي د روسیې له اړخه د طالبانو د رسمیت پېژندنې له پرېکړې د مننې تر څنګ، دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول بللی او زیاته کړې یې ده چې د رسمیت له اعلان سره نه یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بې‌ساری ګام اخیستل شوی دی.

همداراز، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه‌ییزو پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

اعلامیه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر له قوله راغلي چې رسمیت پېژندنې په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو تر منځ بې‌مخینې فرصتونه رامنځته کړي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د عملي پایلې هم څرګندې شي.

روسیې د طالبانو د رسميت پېژندنې لامل د دغې ډلې له لوري د نشه يي توکو پر ضد په مبارزه کې د فعالې ونډې اخېستنه په ګوته کړې ده.